IQNA

په عربستان کې د وهابیّت د تفکر   پیکه کیدا او د لیونل مسي تبلیغاتی کمپین (فیلم)

14:11 - February 01, 2024
د خبر لمبر: 3488659
ایکنا- سعودي عربستان په وروستیو  کلونو کې هڅه کړې ده ، په پراخوتبلیغاتو او د رونالډ، اولیونل مسي په څير سپورټي اوهنري دنیا له مشهورو شخصیّتونو څ خه په استفادې سره نړیوالو ته وبریښوي ، چې  له افراطيوهاي تفکراتو څخه لیرې شوي دی او نیّت لري ، په سوله ایز  او مصلحتي  کړچار سره  د خپل تیر وخت څخه کاملا مختلفه څيره نندارې ته وړاندې کړي.

ایکنا نیوز د  له قوله راپو(   everythingexperiential.businessworld)   راکوي، په همداوروستیو کې  دنړۍ دفټ بال د ارژنټاین د ستوري لیونل میسي  په شتون سره دعربستان  کلوری ځانګړنې او ټوریم  دجاذبو دتبلیغ یوه ویډیو د عامو لیدنې ته وړاندې شوې ده.

به گزارش ایکنا به نقل از everythingexperiential.businessworld، به‌تازگی ویدئویی از تبلیغ جاذبه‌های گردشگری و ویژگی‌های فرهنگی عربستان سعودی با حضور لیونل مسی، ستاره آرژانتینی فوتبال جهان پربازدید شده است.

د ریاض د موسو په موضوعي پارک دیریه کې د E-Prix  په څير جاذبې ،په العلا کې دبالُنو الوتونه  او  په دغه کمپین کې دموسیقیو پروګرامونه  ، تبلیغ شوي دي .  په دغې ویډېو کې  همداراز د عربستان د میرمنو د فټبال ملی ټیم  عسکونه،ددغه هیواد د ګاډو د چلونې  په څانګې کې د میرمنې  اتلې دانیه عقیل  انځورونه  او  د عربستان د لومړنۍ فضا کچ کونکي میرمنې   ریانه برناوي  انځورونه هم نندارې ته وړاندې شوي دي.

 دغه هیواد  د ۲۰۳۰ کال پورې  د یوه تفریحي او ټوریزم د  یوه قطب باندې د بدلیدا باندې مشتمل د خپل لرلید د یوې برخې په توګه نیّت لري، په کال کې  یوسل پنځوس میلیون سیّلانیان جذب کړي اود  دعربستان د اقتصاد لس فیصدي برخه توریزم ته بیله کړي.

 عربستان  په غرنیو او صحرائي سیمو کې  دلویو پروژو  پراختیا ته په سلګونو میلیارډ ډالري بودجه  د  پام وړ پانګونې ته بیله کړې ده او ټاکل شوې ده  په راتلونکو اوو کلونو کې یا له دې هم لازر ئې افتتاح کړي.

دغه هیواد همداراز د الیکټرانیکی ویزې (eVisa)   د پروګرام په پلانونې سره چې دمګړئ  په ۶۳ هیوادونو کې اجرا شوی ، د سیّلانیانو واریدیدا ئې لا آسانه کړې ده. همداراز تر ۹۵ ساعتونو  د توقف ویزا ئې هم وړیا ده چې  ددغه ځای دلیدونکو لپاره   دغه امکان و رکوي  چې یوه شپه په هوټل کې  ورسره دیره کیدلی شي. مسافران  په عربستان کې  د سفر او د عمرې د ترسره کیدا لپاره  د توقفي  ویزې څخه استفاده کولی شي.

داسې ښکاري  دغه اقدامات د نړۍ دعمومي افکارو په نزد عربستان دحیثیّت د بدلونکي  هغه پلان  برخه ده چې  د  عربستان د فرصت غواړي، لوړالوت کونکي سیاستوال  محمد بن سلمان د ولی عهدۍ دوران څځه پیل شوی او هغه هڅه کوي،  په اقتصادي،او اجتماعي اصلاحاتو په رامینځةکولو سره  د سعودي عربستان په تاریخ کې یوه نوي صفحه پرانیزي.

 هغه فرمانونه  چې په دا وروستیو کې د عربستان پاچاملک سلمانصادر کړي دی، ښئ چې دسعودي حاکمان  د وهابیت له افراطي تفکراتو او  زوړپالو  کړچارونو څځه ستړي شوي دي او غواړي چې ئې څنګةکړي.په دغه هیواد کې دمیرمنو د ډرائيونګ دممنوعیّت لغوه کول،  په سټيډیمونو کې د هغوي د شتون دممنوعیّت ختمول او  امر  او نهي  د  ادارې د دندواو اختیاراتو د دایرې محدودول  چې په عربستان کې د مذهبی  عالمانو د قدرت یو لوي مرکز دی ، په دغه چوکاټ کې په ترټولو مهمو بدلونونو کې شمیرل کیږي.

څرګنده ده ، د یوهیواد د خلکو د افکارو،عقید اودودونو بنیادي بدلونه یوه اوږده پړاؤ ته ضرورت لري او ترڅو لسیزو پورې به دوام ولري، باید منتظر ووسو  څو ووینو  دغه بدلونونه ترکومه حده  دوام پیدا کولی شي او ددغه هیواد خلک او عیاش او وهابی شیخان  به ترکومه اندازه ورسره ملګرتیا وکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4197065

 

captcha